د ښاغلی  عبدلباری جهانی خوژه شعرونه 

 غزل 

د شــــمعې په څـــــېر سوځو له خپل ځانه سره ځو 
که وصـــــل که هـــــجــــران وي د جانانه ســــره ځو 
د تورو په حـــساب دي ورکــــــــې ﻻرې د ترږميو 
منزل چاته مــــــــعلوم دی د اســــــمانه ســره ځــــــو 
تش نوم د ساحل اورو يــــو تصوير د بيړۍ وينو 
په څاڅــــــــکو په ګامونو له تـــــــــــــوپانه سره ځو 
سېراب يې نکړې شــــــونډې سل کلونو سرابونو 
له چـــــــــــغو سره راغلو لـــــــــه ارمـــــــانه سره ځو 
شبنم غونــــــدې مو ﻻرې له ګلونو شولې ورکې 
د اوښــــــــــکو په زولۍ کې له ګــــرېوانه سره ځو 
د غله ديدن شېبې يې لکه خوب هسې پناه شوې 
په نيـــــمه شپه کــــــــې راغـــــــلو د اذانه سره ځو 
توښه مو په تندي کې د صــــنم سجدې اخيستې 
احــــــــــرام تړو پر ﻻرې له مـــــــــغــانه ســـــره ځو 
زاهـــــــــــده په تيارو کـــــې د تسپو غږونه اورم 
کوثر ته دې روان کړو له شــــــيطانه سره ځــــــــو
 
قــــــــــاصده زما سلام دی په ټـــــــولي د رقيبانو 
مونږ داســـــــــــــې مېلمانه يو د مېزبانه سره ځو 
اغاز دی که انجام دی راز په سل پردو کې نغښتی 
هــــــــــــوښيار که لېوني يو د زندانه ســــــــــره ځو 
د ژوند په راز پوه نه شو ( جهاني ) سبا به نه يو 
يو څو بې نومه سيوري له کاروانه ســـــــــــره ځو

نه به ته يې نه به زه يم

يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه زه يم 
هم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به زه يم
 

سيپن لاسونه د ساقي به ګرځوي پيالې د مُلو 
سره جمع به ياران وي نه به ته يې نه به زه يم
 

د پانوس لمبې به سوځي بې فرياده وزرونه 
بل محفل نور به رندان وي نه به ته يې نه به زه يم
 

تور لښکر به د اغيارو څوک په تور د مينې وژني 
بل منصور بل به ايمان وي نه به ته يې نه به زه يم
 

د باطل نمرود به اور وي د حق چيغې شوروي 
څوک خليل به ور روان وي نه به ته يې نه به زه يم
 

لا چښي به په خلوت کې غلي غلي شرابونه 
ريا کار به زاهدان وي نه به ته يې نه به زه يم
 

څوک به ناڅي څوک به خاندي څوک به مات وي تر غم لاندې 
هم ساحل هم به توپان وي نه به ته يې نه به زه يم
 

بازاري مينې به پلوري اشارې دبورو سترګو 
ګناهکار به عاشقان وي نه به ته يې نه به زه يم
 

له شهبازه به را اوري "جهاني" ستا غزلونه 
ستا دمينې به داستان وي نه به ته يې نه به زه يم

غزل

هغه  ګرېوان  چې د  ازله  د  ګنډلو  نه  و
جنون  يې هم  د زولنو د ټينګېدلو نه  و
 

د ارمانونو په ساحل مې بېړۍ ډوبه شوله
بيده قسمه دا ګودر د غرقېدلو نه  و

چې بې خبره دې رخصت شوم له حضوره څخه
د عزرايل خاموش  پيغام  د  اورېدلو نه و

د دار پر سر   که   مې نارې د انالحق وهلې
شيخه معذوز  يم هغه سُر ستا  د ويلو  نه  و

يوازې ما د خپل جانان قولونه واخيستله
دا کوه طور د فرعونانو د ليدلو نه و

زه په لمبو کې سوځېدم جلوه مې وليدله
هغه مقام د هر خامبازه د ورتللو نه و

چې "جهاني"  يې  د پېړيو په وعده اوبيږي
خواره زاهده هغه  جام ستا د چښلو نه و


 

دعوه

کندهار مې د بابا په قباله دی
که پنجشير دی که واخان دی وطن زما دی

هره لوېشت مې د نيکه او بابا ګور دی 
په هر ګام باندې لحد او کفن زما دی 

هر غاټول يې زما له وينو رنګ اخيستی 
دا په وينو روزل سوی چمن زما دی 

له نيکه راپاتې سوی په ميراث دی
دا د مشکو رباتونو خــــُــتن زما دی 

سرداري يې زما په پچه ده ختلې
له آمو تر مست هلمنده مامن زما دی

که تاجک دی که اوزبک دی يو افغان دی
ددې خاورې هزاره ترکمن زما دی 

چې فکرونه د نفاق پالي په سر کې
امتياز يې د وهلو کشتن زما دی 

ښه يې زما دي ، بد يې زما دي هر څه زما دي
ددې خاورې ارغوان او زغن زما دی

دلته هره تيږه کاڼی بدخشان دی
دا لالونه، غرونه غرونه دمن زما دی

د ازل تقسيم باغوان يم پيدا کړی
دا بهار دا لاله زار او ګلشن زما دی


دا مورچل مورچل پکتيا او دا شېربريتي
چې فلک به کوږ ورګوري دښمن زما دی

که ميرويس دی که اکبر که مسجدي دی
هره توره، هر ميدان او تورزن زما دی

فتحه زما ده، فخر زما دی، جشن زما دی
شهيد زما دی د ويرژلو شيون زما دی

چې په زړه کې څه درتېر نسي اسمانه
چې پرون مې د نيکونو و نن زما دی

اوس به څه ليکي شاعره

هغه ستا د ابا مېنه تالا سوې 
چې تندي کې دې سجدې ورته ساتلې 
دګلونو پر غونډۍ اورونه اوري 
وږمه ځي تر ارغوانه پښه نيولې 
پر کورورنو د بلا ساه ده ختلې 
له باڼو تر ګرېوانه د اوښکو کوردی 
له زلمو شونډو موسکا ده کوچېدلې 
پر اوږو د اوښکو ووته له ښاره 
د خندا جنازه ولاړه غم لړلې 

اوس به څه ليکې شاعره راته وايه 
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره 

اوس په ساندو کيسې وځي له کابله 
چې کوڅې يې وې ښايستې په پېغلو حورو 
سور سالو يې د لمبو رنګ دی اخيستی 
چې په ښکلي وه باغونه د انګورو 
پر انګړ يې د پاتا کمبلي ؟  اړي 
پر تېر شوی دی ناورين د زورورو 
ماشومان يې بلا ګانې په خوب ويني 
افسانې د برېتورور، ږيره ورو 
د هر پار کيسه د زوی په وينو سره ده 
هره مورده پر هارونه د ناسورو 

اوس به څه ليکې شاعره راته وايه 
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره 

کډې کوم وطن ته وړي دا کور خرابي 
اوس به څوک اوري آواز د پر ديسانو 
کوم ولات کې يې درمل ورته ليکلي 
څوک به اوري فريادونه د زخميانو 
څوک به غوږ نيسي ناروته دبې پلارو 
څوک به وژاړي سلګۍ د يتيمانو 
څوک به بېرته لو پټه د خور پر سرکړي 
څوک به نيسي ګرېوانونه د غازيانو 
د نښتر ونې جنډۍ شوې د قبرونو 
لا روانې دي جوپې د شهيدانو 

اوس به څه ليکې شاعره راته وايه 
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره 

اوس به څوک له قلندره سره ژاړي 
اوس به څوک ليږي ميراته غزلونه 
څوک به اوښکي تويوي پر مينانو 
څوک به ژاړي په کيږديوکې نکلونه 
کوم حميد به خط وخال کاغذ ته يوسي 
يادوي به ديارانو سفرونه 
څوک به اوري کرامت د ددرويشانو 
څوک به ګوري پر رحمان باندې فالونه 
څوک به نيسي د ديدن د ګودر لارې 
له سالو سره به څوک ستاسيي اورونه 

اوس به څه ليکې شاعره راته وايه 
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره 

اوس به څوک د هندوکُش سندرې بولي 
اوس به څوک ځي په اتڼ تر خيبرونو 
اوس به څوک د ارغسان پر څپو ګرځي 
څوک به ليکي قصيدې د کونړونو 
څوک به بولي له آمو تر ابا سينه 
غر او سمه د سرکښو اولسونو 
څوک به بولي له اټکه تر مالانه 
قلا ګانې د با با  له ميراثونو 
اوس به څوک د جلا لا  ګودرته يوسي 
د هلمند څخه شر نګی د امېلونو 

اوس به څه ليکې شاعره راته وايه 
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره 

اوس به څوک را يادوي تېرې خبرې 
اوس به څوک را ويښوي زاړه نکلونه 
اوس به څنګه نکلچي غاړه تازه کړي 
اوس به څه وايي زامنو ته پلرونه 
اوس به څوک د پاني پت په توره وياړي 
اوس به څوک تسليموي اصفهانونه 
کوم شير شاه توره ايستلې ځي سسرام ته 
کوم اکبر به ورانوي د فرنګ خونه 
کوم اورنګ به خپل زخمونه وينې ژاړي 
کوم خوشحال به لړزوي په کټ کې زړونه 

اوس به څه ليکې شاعره راته وايه 
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره 

کومه پېغله به غرمه د ميوند سره کې 
د خپل يار له وينو څوک ايږدي خالونه 
اوس به کومه تور پېکۍ تر بولدک ورشي 
کومه چيغه به کړي سره ساړه رګونه 
کوم لاسونه به مرۍ د قاتل نيسي 
څوک به راشي د ايوب سره ملګري 
څوک به واچوي سندروته نومونه 
څوک به تاوکړي د با با پګړۍ له سره 
څوک به وران کړي د ازل کښلي خطونه 

اوس به څه ليکې شاعره راته وايه 
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره 

نن هغه ماشه د ورور پر لور کشيږي 
چې يې غړي تښتول د رستمانو 
نن هغه غشي د خور ټيکری پېيلی 
چې يې زړونه سوري کول د سر کښانو 
نن هغه اور د ابا پر مينه بل دی 
چې کرلې يې لمبې پر ګُرګينانو 
نن هغه توره د ورور په وينو سره ده 
چې څيرلې يې سينې د غليمانو 
نن هغه سالار د بل په پښو کې پروت دی 
ککرۍ چې يې وهلې د بتانو 

اوس به څه ليکې شاعره راته وايه 
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره 

اوس له ګوتو د مطرب وينې را اوري 
ژبې سل ځايه زخمي د شهبازونو 
د سندرو سره غبرګې وايي ساندې 
د رنځورو زګېروي ځي له ربابونو 
اوس به چېرې د زلميو څوڼې غورځي 
ګنهکاره شوه سورنا ږغ د ډولونو 
شپې ته راغله انګولا د بلاګانو 
شمع کوچ شوه د محفل له ماښامونو 
د تيارو اجاره دار محتسب راغی 
خپروي زړې تيارې پر خوانوزړونو 

اوس به څه ليکې شاعره راته وايه 
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره 

پر ګودر در مېلمنې د بلا سترګې 
نه شر نګی شته د پاوليو نه پايلو 
پر نغمو پر زمزمو جپاو راغلی 
زاغ نيولي ځالګۍ دي د بلبلو 
نه محفل کې ګناهونه ياغي کېږي 
نه خيام شته د توبو د ماتولو 
سپين لاسونه د ساقي به چېرې وېشي 
پريارانو شنې پيالې ډکي له مُلو 
اوس به څوک رنګونه تش کړي په قلم کې 
څوک به ليکي دېوانونه د غزلو 

اوس به څه ليکې شاعره راته وايه 
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره 

اوس نسيم راوړي خبر د تورو ورځو 
اوس له شپو سره راځي اغزن خوبونه 
آفتونو پکښې کړي ځالګۍ دي 
جنازو پکښې او ډلې دي کورونه 
وايې نشته کجاوې شا ليا ورو ورو 
پېغلې نه نيسي د اوښو پېزوانونه 
اوس يې نه راوړي رويبار د ديدن زېری 
له قاصده سره نسته سلامونه 
په کوذو کې يې زموږ پلونه بېګانه دي 
له ا غيار سره يې کړي پيوندونه 

اوس به څه ليکې شاعره راته وايه 
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره 

................................................... ٢٠٠٠\٣\٦ وير جينيا
 
 

غزل 

د انتظار سترګې مې سرې وې ما دې ﻻر څارله 
د هيلو ورځې مې تيارې وې ما دې ﻻر څارله 
درته خيرات مې وزرونه نذرانه ايښي وو 
ستا به په کوم پانوس کې شپې وې ما دې ﻻر څارله 
ژبې ګونګۍ وې ايشارو د تورو نکل کاوه 
پاتې نسکورې پيمانې وې ما دې ﻻر څارله 
کلونه تېر وو ﻻرو نه وايه تصوير د پلونو 
هېرې د شپو څخه کيسې وې ما دې ﻻر څارله 
لکه يعقوب د کاروانو لارې مې ستړې کړلې 
نصيب د مصر زولنې وې ما دې ﻻر څارله 
زما د شهيدو ارمانونو جنډې ونړېدې 
ستا په مزار شناختې ويدې وې ما دې ﻻر څارله 
د " جهاني "  قسمت رنځور انتظار ورسيدی 
د سترګو تور مې هديرې وې ما دې ﻻر څار
له

د خلکو خولې نه تړلي کيږي


............ يــــو ســــړی وو خــــــپله ښځه ورسره وه 
......................... دی پــــياده ښځه پر خره باندې سپره وه 
............ د مــــېړه او دمـــــېرمـــــني مــــرکــــــه وه 
......................... څـــــه غيبت وو څه صفت کيسه توده وه 
............ څـــــــه له يوڼو څه له خواښې په ګيله وه 
......................... څه يې نورې کيسې کړې لاره اوږده وه 
............ پــــر سړي بـــاندې مېرمن وه ډېره ګرانه 
......................... يـــــوه ورځ يــــــې ستړی نه سو له بيانه 
............ چېرتــــــه نــــاسته وه ټولۍ د بېکارانو 
......................... مسافر تـــــــه يــــې سو پــــام د ظالمانو 
............ ويـــــل ګــــــورئ دا بې شرمه بې غيرته 
......................... دی پيـــاده ځي پر خره ناسته ده عورته 
............ دا وطــن بـــــه لــــــــه بې ننګو خرابيږي 
......................... نــــه لــــه خلکو نه له قوم څخه شرميږي 
............ نـــــــه معلوم دئ ورتــــــه قدر د مېړونو 
......................... نــــــه بــــــېريـــــــږي د عالم د پېغورونو 
............ د مېـــــړه مقام کتــــــاب دی ذکــــر کړئ 
......................... خدای پـــــخپله پــــــه قران کي پېژندلئ 
............ کــموي دمـــــــړو قـــــدر بـــې ننګان دي 
......................... دا بې قومـــــــه دا بې پلاره ناکسان دي 
............ سړي واورېـــدې د ډلي سپکي سپوري 
......................... لا تـــر غوږ يې سوې يو څو خبري نوري 
............ ويــــل ښځي تــــه پــــياده سه زه سپرېږم 
......................... ددې خلــــکو لـــــه پــــېغور څخه بېرېږم 
............ چي لــــه کلي څخه ووتـــو دبـــــانـــــدي 
......................... زه پيـــــــاده ځم ته سپره له ما دوړانـدي 
............ چي پــــياده ښځه روانه سړی سپور سو 
......................... پــــــه يوه ګړي کي جوړ ورته پېغور سو 
............ ويل وګورئ ظالم چي پر خره سپور دئ 
......................... په مزلو يې ښځه مړه کړه مخ يې تور دئ 
............ جګه ونـــــــه سور يې مخ دئ اوږې پلني 
......................... پـــــه مړانـــــه کـي کمزورئ تــــر مېرمني 
............ مور او پـــلار دا خـــېټور دئ نـــــازولـئ 
......................... پـــه خواري يـــې د لمر مخ نه دئ ليدلـئ 
............ دا لـــه خدايــــــه نه شرميږي ظـالمان دي 
......................... په بيابان کي ګيدړان د کور زمريان دي 
............ چي پـــه کور کي وي لوی سـوي نازولي 
......................... دوی سپـــاره ښځي پياده ور سـره ځغلي 
............ هـــمېشه د بل پــــه لاس پـه نس ماړه دي 
......................... نــه دجنګ دي نه د ننګ تـيار خواره دي 
............ چـــي ســـــړي خبري واورېدې حيران سو 
......................... سمــدستي له خره را کښته سو روان سو 
............ خـــــر د مــــــــخه دوی تر شا وهل مزلونه 
......................... ويــــل ګوندي اوس به کم سي پېغورونه 
............ لا يــــــې شـــــــل قدمــــــه نه وه اخيستلي 
......................... لا دکــــــلي مــنځ تــــه نـــه وه رسېــــــدلي 
............ چــــي تـــر غوږ يې سول د خلکو اوازونه 
......................... د هلــــکانـــــو د لـــــويـــــانو ريشخندونه 
............ دا ســــړی او ښــــځه دواړه لېــــونيان دي 
......................... خــــر دمــــــخه دوی پياده پسې روان دي 
............ کـــــه پـــه پښو يې دئ دا اوږد مزل وهلئ 
......................... نــــــو يـــــــې خـــــر د څــــه دپاره رانيولئ 
............ پــــه خنـــــــدا يــــــــوه را ږغ کړله ځوانانو 
......................... لــــــــــــه عـــــــالمـــــــه بـــــــې خبره هلکانو 
............ دغـــــه خر يــــې هم ملـــــګرئ هم رهبر دئ 
......................... پــــه دښتــو کي لار ښودونکئ د سفر دئ 
............ دوی لـــه خـــره ســــره روان ورسره مله دي 
......................... کـــه دا خــــر ور سره نه وي دوی ړانده دي 
............ هم مـــــــېړه هم يې مېرمن پر دې سلا سول 
......................... لــــــــه ناکام څخه سپاره د خره پر شا سول 
............ بـــيا لـــه سره يې شروع خپلي کيسې کړې 
......................... ور پــــه زړه يــــې تــيري تيري خاطرې کړې 
............ ورپـــياد يـــــې کـــــړل د خلکو ريشخندونه 
......................... پــــــــر هر موړ باندي ښکنځل او پېغورونه 
............ چي نــــــاڅاپـــــــه يــــوې ډلــــــي د ځـوانانو 
......................... لـــــــه عــــــــالمــــــــه بـــــــېخبره بـــــېکارانو 
............ ويــل وګــــــورئ دا څــــونــــــــه ظـالمان دي 
......................... پـــر يــــوه خــــره سـپاره دوه تــــنه لويان دي 
............ نــــه زړه ســــوی لـــــري دا خلـک نه زوريږي 
......................... نــــه لـــــه خدای نـــــه له عـذاب څخه بېريږي 
............ نـــــــه يې شـــــرم لــــــه مخلوقــــه د دنيا سته 
......................... نـــــه پـــــه زړه کي يـــــې څه وېره د عقبا سته 
............ کــــه هر څو يې ځان لــــه موږ څخه پردی دئ 
......................... کـــــه حيوان دئ ژبـــــه نــــــــه لري ګنګی دئ 
............ خــــو د خـــــدای لــــــه قهره هم بېره په کار ده 
......................... يــــــوه ورځ د ټــــولــــو خلکو ګـــور ته لار ده 
............ پــر حيــــــوان باندي چا ايښئ دومره بار دئ 
......................... خدای تــــه وګورئ يو څه انصاف په کار دئ 
............ پــــه قيـــامت بـــــه راژوندی دغه حيوان سي 
......................... سمدستي بـــــــه د خاونــــد پر لور روان سي 
............ دی به ځغلي خر به جګ ور باندي سپور وي 
......................... پــــه اوږو بــــه ســـــا شړي مخ به يې تور وي 
............ لــــه مېـــــړه لـــــه ښځي ورکــــه سولــــــه لاره 
......................... هم لـــــه خره هم لـــــــه سفره ســـــــوه بـــــېزاره 
............ مېــــړه بـــــيا پــــه پښو روان ښځه سپره سوه 
......................... بـــــيا لـــــه ســـــره هغه نــــــوې نـــــنداره سوه 
............ دروازې د ښــــار بــــنديــــــږي پـــــــــه قلفونو 
......................... څوک تــــــړلای نـــــــه سي خولـــې د عالمونو

 

 موږک شېر

د لـوی ښار څخه دبـــــانـــــــدې يــــــــــــــو دره وه 
جوړه کړې يـــــــــــــوه شيخ پــکښې دېــــــــره وه 
پر سجده به خدای ته پروت و په خواستونـــــو 
ټـــــــولې شپې يې تــــــېرولې پـــــــه نــفلونــــــــو 
که هر څو د ښار پـــــر خلکو بــــــانـــــدې ګران و 
دی د خلکو را ګـــــــوښه پـــــــــــه غم د ځـــــان و 
د وولس مياشتې بــــه يې تــــل روژې نيــــــولې 
يــــــــوه ورځ يې چا ډوډۍ نـــــــــــــه وه ليـــــدلې 
يـــــــا پـــــــــــه ذکر يا پـــــــــه فکر بـــــه مشغول و 
پير پر هر چا باندې ګران ورتــــــــــه مقبــــول و 
نــــــــه يې وړلې شکرانې نـــــــه خـــــيراتــــــــــونه 
نـــــــــه يې چاتـــــــه ور ليکله تعويــــذونــــــــــــه 
د دعــــــــــــا دپــــــــــاره خلک چې ور تـــــــــللــــــه 
پــــــير بــــــــه يــــــو ګړۍ حضور تــــــه ور بـــــلله 
نـــــــــور نـــــــه شيخ ددنيـــــــا کــــــار لره وزګار و 
نـــــــــــه له ښو نـــــــه يې له بـــــــدو ســـره کــار و 
يــــــوه ورځ يــــــوه مـوږک پــــــــــــه حجــــــــره کې 
شـــــل او سل ځله ازار کړ پـــــــــه ســــجده کې 
چې بـــــه شيخ کله ور ټيټ سو وسجدې تــــــــــه 
د موږک لکۍ بــــه ورغــــــله و خــولې تــــــــــه 
شيخ کرار ور څخه وکړلــــــــــــــه پــــــــوښتنــــــــه 
ما پــــر څه ازاروې پــــــــه بــــخت پــــــــــــــــمنه 
موږک وويــــــــــله شيخـــــــــه ستــا قربان ســـــــم 
د مرګي مخ تــــــــه دي سپر بــــــــلا ګــردان سم 
د پيشو لــــــــــــه لاسه ډېـــــر يــــــــــــم کړېـــــــدلی 
شوم نــــهار يــــــــم وږی تـــــــــــږی ژړ زبــېښلی 
د ظالـــــــمو پــــــــيشوګانـــــــو لـــه نــــــــاتــــــــاره 
يـــــــــو ګړۍ وتــــــــــــلای نــــــــه شمـــه لــه غاره 
تــــــــه دعا وکـــــــړه چې زه غــــــټه پيشـــو شـم 
نــــــور بـــــــه هر ګـړۍ بېغمـــه لــــــــه حملو شم 
شيخ دعا وکـــړه موږک توره پيشـــــــــو شــوه 
هغه دم خدای تـــــه دشکر پــــه ســـــجدو شوه 
سمدستي يــــــــې کړه حملـــــــــه پــــر موږکانــــــو 
مرګ يې ګډ کړ پـــه خپل کور کې په خپلوانو 
نـــــه يې مخ وکـــــوت د خپلو ګاونـــــډيــــــانــــــو 
نــــــــــــه د وروڼـــو، د زامنـــــــو، اکاګانـــــــــــــو 
خپله مور او پـــلا ر يې څيرې پــــــــه منګل کړل 
مېــــلمانــــه يې خونــــدې وروڼــــه د اجـــل کړل 
راوتـــــــلای موږکان نــــــه شوای لــــــه غـــــــــاره 
سپـــوڼ پـــــــه کور کې هــــيچا نه واهه لـه ډاره 
يــــــو څو ورځې يې پــــــر خپل کلي مېــــــــــله وه 
د پيشو بـــــــــرېتونـــــه غوړ منګول يې سـره وه 
بــــــيا خلــــــــوت ته شــوه دننـــــه ويـــل پيـــــــــــره 
ستا قربـــــــان شم د خــــــوارانــــــــــو دستګيره 
د ښار سپيو مې تريخ کړی خــــــوږ ژوندون دی 
ښکار له بېرې نه شم کړای وچ مې لړمون دی 
راتــــــه غـــــاپي پــــــــــه کورو کې پر بــامونـــــــو 
ګرځــــــېدای نــــــه شم پـــــر جګو دېـــــــــوالونو 
په دعا دې يـــو لـــوی سپی راڅخه جـــــوړ کــــړه 
په دې سپيو په کوتريانو مې زړه ســــــــوړکړه 
شيخ پر چوف کړه پيشو ځای پر ځای خډل شو 
هغه دم دپــــيشو ګانـــــــو پـــــــه تکل شــــــــــــو 
پــــــــــــه ځغستا بــــــــــه يې ايستې له کلي کوره 
نـــــــــــه يې خړه پيشو پـــــــــــــرېښوده نـــه توره 
کــــــه پيشو بــــــــــه پيدا نــــــــــــه شوه د کورونو 
واړه سپي بــــــــه يې داړلــــــه پــــــه غاښونــــــو 
لاروي يـــــــــې ډارولــــــــه پــــــــــــه ګواښـــونــــــــو 
مـــــــــاشومـــــــــان يــــــې ځغلول تر خپلو خونو 
و هر چا تـــــــه يې ښــــــــودلې خپــــــــــــلې داړې 
څوک ترې خلاص نـــه وه په ناستې په ولاړې 
خـــو څـــــو ورځې وروسته بيا لاړو حجرې ته 
شيخ يې نـــه خوشې کاوه خپلې سجدې تــــــه 
ويل شيــــــــخه زه پـــــــه کومه خوله ګويان شم 
ستا تـــــر پښو دې صدقـــــــــــه سمه قربان شم 
پـــــــــه عذاب کړم پـــــــــه کوڅو کې ماشومانو 
کاڼي وينــــــــــم پــــــــــــه لاسو کې د لويانــــــــو 
نـــــــــه کورو کې مې پـــــــرېږدي ډلې د سپيانو 
نـــــه پــــــــه ښار کې پــــــر دکان د قصابانــــــــو 
دا يو زه پـــــــه ټولــــــــه ښار کې خوار و زار يم 
تـــــــه وا زه دښمن د هر سړي دپـــــلار يــــــــــــم 
شيخه ما تــــــــــه دعـــــا وکړه چې لـــــــــېوه شم 
کـــــــــوڅې پرېږدم اوسېدونکی د ځنګله شم 
شيخ پر چـوف کړه سپـــی هغـــه ګړۍ لېوه شو 
پــــــر سجده شو او روان پـــــــر لور د غره شو 
يـــــو څو ورځې يې کړې تــــــيري په ښکارونو 
ګرځېدئ پـــــــر لويـــــو غرونـــــــــو پر دښتونو 
دواړي زامې بــــــــه يې سرې وې په ښکارونــو 
پـــــــــه څيـرلـــــــو د اوزګړو د پـــــــــــــسونــــــــو 
انګولا يې خـــــــوب حرام کړ د کوچيـــــانــــــــــو 
ســـــرګردانـــــــــه يې کړې ورځې دشپنيانــــــــو 
ډار يې واچاوه د دښت پــــــر ماشومـــــانـــــــــــو 
تـــــر ګودر پـــــوري پـــــــه لار کي د پېغلانــــــو 
يوه شپه په نيمه شپـــــه کې را روان شـو 
بيا د پيـــــر دېرې تــــــه ورغی نالان شو 
ويل شيخه په دې غرونو کې پړانګان دي 
د ځنګله په هغه بل سر کې زمريان دي 
لـــــه هيبته يې پـــــــه ښکار وتلای نه شم 
له ستمه يې خپل ښکار خوړلای نه شم 
ځغلـــــوي را څخه زمـــا کړي ښکارونـــــه 
کــــه څــــه وايــــم راتــــــه وښيي غاښونه 
تــــــه دعا وکــــــــــــړه وماته چې زمری شم 
هــــــــم په ځغاسته هم څيرلو ګړندی شم 
چې د چا نـــــــــــــــه وي تر ما تېره غاښونه 
تــــــــــــــر مرګي پورې و نه وينم ظلمونه 
بيا بـــــه نـــــــه راځمــــــه پيره ستا تر کوره 
لــه لمــــونځونـــو به دې نه باسم په زوره 
پير پر چوف کړه لېوه ځای پر ځای زمری شو 
انـګولا ور څخه هېره سوه غړومبی شو 
شور يـــې ګــــــــــډ کړ د ځنګله په حيوانانو 
سـم، غر، ځنګل يې اور کړ د هوسيانو 
چا ليـــــــــــــدای نه شوای ټولۍ د ګيدړانو 
پـــــه غـــــــــــــارو کې ارام نه و د خوارانو 
که بــــــه وږی و کــــــه نــــــــــه و ده وژل کړل 
د سهاره تـــــر ماښامـــــــــــه يې داړل کړل 
لــــــه ځنګله څخه کــــــوچ وکړ چغالانـــــــــو 
تــــــخم ورک شو د هوسيانــــو د سويانو 
ګـــــــــــوره څرنګه دا فـــــــــــکر ور پيدا شو 
چي د شپې روان د شيخ د کور پر خوا شو 
شيخ چــــې وليدی زمری ويــــــل يې وايـــــه 
څـــــــه مشکل يې راوستلی تــــــر دې ځايه 
اوس بــــــــه چــــــا يې پـــــر دې سيمه کړولی 
پــــه ځنګله کي خـــو تـــر تا نه شته ښاغلی 
زمــــــري وويل دا نـــــــــــــن ځکه غړومبېږم 
چــــي يـو بل موږک زمری نه کړې بېرېږم 
بـــل مي ښکار مندلئ نه دئ په ځنګله کې 
ګوندي ستا غوښي د ږړه سوده را وکې 
چي زمري کړې شيخ ته سپيني خپلي داړي 
شيخ يــــې تـــو کړلې له قهره پر مخ ناړي 
ويـــــل ځغله زمــــــا لـــــه کوره څخه ورک شه 
نــــــــــه لېوه يې نه زمری بيرته موږک شه 
زمــــــري وکتـــــــــــــل وځان ته چي موږک شو 
پښېمانــــۍ څه ګټه نه کول هک پک شو 
د خپل غـــــار پــــر لور يې پورته کړل ګامونه 
رېږدېدلـــــــه يې لکۍ، اوربوز، غوږونه 
خو پـــــــــــه غار کي نه ملګري نه خپلوان وه 
ده وژلــــي وه کـــــه وروڼـــــه که سيالان وه 
چـــــي پـــــــه شاوخـــــــوا کې پاته موږکان وه 
ټـــــــول دده د ويـــــنو تــــــــږي دښمنان وه 
پــــه هر پـــــــوست کې يې وژلي حيوانان وه 
مــــوږکـــــان وه کــــــه پسونه که لېوان وه 
چــــي د بــــــــل په مټو غټ شي يا زمری شي 
پــــــــــه هغه ګړي لــــه قام څخه پردی شي 
اول غــــوښي خــــــــــــــــــــوري د خپلو قريبانو 
ښــــــخوي داړي پـــــــه خپلو پــــــه يارانو 
دا يې هـــــــېر وي چې نـــــــــــن ته تېرېدل شته 
چې هسکيږي يوه ورځ کښته کېدل شته 
چي يې عقل خدای موږک غوندي کوچنی کي 
يوه ورځ پر خپل بادار باندي غورځی کړي