دمینې سبق لولم، څوک کتاب نه راکوي

له تندې څخه مرمه، څوک شراب نه راکوي

کالونه په ما تیر دي، دروازګۍ ته دې ولاړ یم

فریاد ته مې د کور خاوند ځواب نه راکوي

په ساز کې د بنګړویې، پیغلې هیلې په نڅا شوې

محفل د نڅا جوړ دی، څوک رباب نه راکوي

د عشق په سمندر کې، بې ګدره یم ګډ شوی

ماڼو راته لاسونه، د ثواب نه راکوي

ازل کې مې شامیت چا په ترخوکې ؤ لیکلای

ترخې پیالې څکمه، څوک کباب نه راکوي

د زلفو تور ماښام یې، راته ورځ توره تیاره کړه

 

 

 

 

  یو جرعه شراب

چې د پټ پټ راکتلې- چې د سترګې تورولې
چې خندا دې راته کړله- اشارې دې راته کړلې
مینه نه وه زما زړه کې- تورو سترګودې مین کړم
د چا غم راسره نه ؤ- اشارو دې زه غمجن کړم
**********
ما وې دا په نصب څوک ده- چې په ګلو باندې ګرځي
دښایست ساری یې نشته- په شنیلیو باندې پرځي
دې وې زه سپینه سپوږمۍ یم- په نصب کې ښاپیرۍ یم
ډکه پکه له ښکلا یم- د سرو زرو سره چکۍ یم
چې مې ټینګه کړه په غیږ کې- په رښتیا دا ښاپیرۍ وه
ډکه پکه له ښایست وه-د سرو زرو نتکۍ وه
په ویالو کې لمبیدله- د حرم دباغ هیلۍ وه
په وږمو کې ګرځیدله- سندرغاړې توتکۍ وه
نه پوهیږم څه پرې وشو- دا له ما څخه جلا شوه
بې وفا جلکۍ خو نه وه- څه لپاره بې وفا شوه
**********
په دا چاودو، چاودو پوندو- کوه قاف ته مې سفر شو
وږي- تږي پسې لاړم- ژوند زما هسې ابتر شو
له ژړا او انګولا مې- کلیوال واړه خبر شو
کوه قاف کې هغه نه وه- آسمانو ته آلوتله
د سپوږمۍ سکنۍ خور وه- سپیدو ته رسیدله
هغه لاړه- مینه لاړه- ژوند تباه شو- شکلا لاړه
لمدو سترګو نه مې اوښکه- د غم لاړه- ژړا لاړه
نه پوهیږم دغه خیال ؤ- که رښتیا دا ښاپیرۍ وه
ملایکه د آسمان وه- که په ستورو کې سپوږمۍ وه
شاعر:عنایت الله پویان

 

د کافر او مسلمان جګره

نه  خیام  نه  تبریزي  یم ، خو  د مینې غزل وایم
میخانو کې مې ژوندون دی، د شرابو نشې ستایم

نه سعدي یم چې غزله ،  په  مانا  کې  کړم اوچته
سوز او ساز مې د حافظ دی، په ګداز کې مولانا یم

د تقوا  په  تور  زندان کې، ډیر کلونه په ما تیر دي
منګوټو  آزادي  را کړه،  اوس آزاد  بال  عنقا  یم

زر او مال مې نه خوښیږي، غریبي مې پاچاهي ده
منګوټي  چې  را  سره  دي، هم پاچا هم شهنشاه  یم

په ما کومې کوډې شوي، چې ارام  مې  د  زړه نشته
کلی  کور  راته  زندان  دي ، لیونی سر په صحرا یم

د تدبیر بیړۍ مې ماته، په تقدیر مې ځان سپارلی
د  تقدیر  د باد  په  لاس کې، وچه پاڼه  د  ګیا یم

د ساغر لمر را ختلی، سړې شپې یې تودې کړې
زه غلام  د  پلوشو یم، ته  ډیوه یې  زه  رڼا  یم

د رنګونو په توپیر کې، سره  بیل  یو  یو  تر بله
د کافر مسلمان جنګ دی، ته د چا یې زه دچا یم

د خپلوۍ په دنیا ګۍ کې، ته مې څوک یې زه دې څوک یم
د  یوه  بابا  لمسیان  یو ،  ته  زما یې  زه  خو  ستا  یم

میکدو کې ګدایي کړم، چې مستي را باندې را شي
د  مستانو  په  حلقو  کې ،  کله   شاه  کله   ګدا   یم

تحول ته حیران ګورم، او ماحول را څخه هیر دی
ابتدا  را  څخه   ورکه ،  ډوب غریق  د  انتها یم

د نشو په توفانو کې، ته یې چیرته، زه یم چیرته
ته په کوم بحر کې ډوبه، زه له کوم ساحل پیدایم

ته شراب یې، زه شراب یم، ژوند شراب مینه شراب ده
ته ډک جام یې زما لاس کې، زه خو ستا د جام مینا یم

د پویان د شعر ښکلا ته، فرشتې ګوتې په غاښ شوې
شعر پیغام د آزادي دی، شعر ښکلا ده، زه ښکلا یم

د  پسرلی باد
پریږدئ  چې  دا  تورې  وریزې  ؤ ژاړي
پریږدئ چې خزان تیر شي، بهار جوړ شي
پریږدئ  د  نرګس  سترګې  خومارې  شي
پریږدئ په چمن  کې  لاله زار  جوړ  شي
*****
پریږدئ  په  پامیر  کې  واورې ویلې شی
مست   څپان ، څپان   شي   د   آمو   دریا
پریږدئ  چې  ګلرنګې   په  ګل   ؤ ګرځي
ؤ  خاندي   بیدیا   کې   په    خندا ،  خندا
****
پریږدئ    د   زرکوړو    ګلالي   بچي
والوزي   په   غرونو    ګړنګو   باندې
پریږدئ  د  باران څاڅګي را ښکته شي
تويې  شي  د  غرونو   په  شیلو   باندې
****
پريږدئ   د   کوچۍ  ناوکۍ   واچوي
پړي   په  بارونو ،   په    اوښانو   کې
خدایه!  له  حکمت   نه  دې   جاریږمه
څومره ښایست پروت دی په کوچانو کې
*****
څانګه   د   ریدي  دې  هرکلی   کوي
اې  د  پسرلي   باده   را   رسیږه   ته
ما   د   رڼا ګانو  کور    ته    ؤ   بوله
اې   مسیح   رازه   مه    ودریږه   ته
*****
زه  له  ترګمو  نه  را   وتلای   یم
ما  د   مشالونو    لور  ته  ؤ  بوله
ما  د  ژمي  واورې  تیرې کړې  دي
ما  د  بورا ګانو  کور ته  ؤ  بوله
ګل راته  ښایسته  د  نوبهار  را وړه
کر راته  د  ګل  ؤکړه، ګلزار را وړه

د کر بت الوت

څومره ارته دنیاګۍ ده
څومره ارت دي آسمانونه
څومره عرش د خدای اوچت دی
څومره ستړي دي فکرونه
څومره لارې له موږ ورکې
څومره پوهه مو کوچنۍ ده
څومره عقل مو ماشوم دی
څومره لرې دي مزلونه
لویې  لارې  چې  زه  څارم
زړه مې تنګ شي لویه خدایه
ځان جهان  را  څخه هیر شي
غږ مې  واوره، راته وایه
دجهان په وروستي ګوټ کې
هلته لرې، بیابیا لرې
او د لرو  پسې لرې
هغه ځای ، هغه مکان کې
چې وزر د جبراییل یې
له تسخیر څخه عاجز دی
او هما  د  اندیښنو مې
د خیالونو په وزرونو
هلته نشي آلوتلای
ستا مخلوق به
د څکاک کومې اوبه څکي
او د ډبرو او فولادو له بڅرکو
کوم خواړه خوري
پاکه ربه! راته  وایه
هلته څه دي
څوک نڅيږي د چا ساز ته
څوک نغمې  د زړه سندرې
په څه توګه- چاته وایي
لویه خدایه!
زړه مې غواړي سفر ؤکړم
لاړ شم هغې دنیاګۍ ته
چې لاهوت یې خلک بولي
او د لاهوت او جبروت د غوږ پردو کې
د ناسوت غزله ؤ وایم شاعر شم
پاکه ربه! ته توان د  الوت را کړې
چې ګربت شم
او د هما په وزرو والوزم  آسمان ته
او د آسمان د رڼو ستورو او سپیرونو په ځنګله کې
هغه ستوري را پیدا کړم
چې له لرې دنیاګۍ نه
هر ماښام راته  سترګک وهي  دمینې
کله ورک شي له نظره
کله کله را پیدا شي
او ترې څاڅي او بهیږي
د یاقوتو د غمیو سره رنګونه
د څیړیو د سکروټوـ سره اورونه
لویه خدایه! ته  حکمت کړې  را په برخه
چې پټ راز راته څرګند ښي
لاړ شم هغې دنیا ګۍ ته
چې لولاک يې خلک بولي
او زه هلته هغې پټې دنیا ګۍ کې
د ناسوت د نڅا ګرې نڅا ؤ وینم
په محفل د ملکوت کې
او د لاهوت او ملکوت له لوري واورم
هغه شعر هغه  غزله
چې خالق د کاینات یې
د توحید په ژبې وایي
او مخلوق او بنده ګان یې
د اخلاص په غوږو آوري
او د لاهوت له ډیره  وهمه او هیبته
ملکوت کې ولولې شي
جبروت کې هلهلې شي
شعر کتاب د معرفت شي
شعر تفسیر د حقیقت شي
دینداران له بې دینۍ نه لاس په سر شي
د تعصب او د ریا کمپله ټوله شي- دین، دین شي
له اسمان څخه فریاد د عشق اوچت شي
او شاعر د ستړو لارو په چوپتیا کې
دا غزله د ناسوت په ژبې ؤ وایي خالق ته
خدایه ته یې زما مینه
عشقه ته زما مالک یې

شاعر : عنایت الله پویان   

د خیال شهباز ته

زما د خیال د ژور فکر د احساس شهبازه !
د هسکوغرونو، ګړنګونو، د همت پروازه
د آسمانونو، کړنګهار د ماتېدو شېبو کې
د سور سیلاو، یاغي توفان
د بهیدو په شپو کې
څه دې لیدل، څه دې کول- راته کیسې ؤ وایه
حال  د  وطن را ته بیان کړه  افسانې ؤ وایه
د ا را ته  وایه !
زما تره چې غریبي یې د بازار کوله
له  کومې خوا د توعندي په ګولۍ  ولګېده
چا یې د مړي جنازه  له  کوم بازار پورته کړه
کوم مسلمان ورته لاسونه د دعا اوچت کړل
دا راته وایه زما خور چې د بې وزلو یتیمانو مور وه
او یتیمان یې په میړانې ساتل
د کوم ځانمرګي  تور کافر په  بم  کې والوتله
یتيمان چا ؤ ساتل- ماشومان چېرته لاړل
دا را ته وایه زما ورور چې په اسلام مین ؤ
او بنیاد ګرو ټوپکیانو پرې د  کفر ټاپې ؤ وهلې
د کوم  نا پوه مفتي په ورانې او غلطې فتوا
سر یې له تن جلا شو
چا  یې  په  قبر د شهید  جنډې  اوچتې  کړلې
هغه سپين  ږيری پلار زما  چې  د لمانځه  په وخت کې
د نا مالوم  اورپک د توپ  په ګولۍ  ولګېده
د  کومو وږو سپو خوراک شو- هغه  خوار هډوکي
شهبازه ولي دا د څه لپاره
چوپه خوله ناست یې   دا کیسې نه لیکې
د جنګ ځبلو وږو تږو خلکو
آواز نه آورې افسانې نه لیکي
له چانه ډار کوې- ډارن څله یې
وزر دې مات شه- کبرجن څله یې
شاعر : عنایت الله پویان  

دسترګو ګیلی

سترګو  مې  اوښکې ګيلې  در  وړې،  تا  پروا  ؤ نه کړه
ماشوم   زړګی   مې   په  ژړا  شو،  تا  ژړا  ؤ  نه  کړه
کور ته دې راغلم ګوندې را کړې، د  سرو شونډو  ذکات
ذکات   د حسن   په   نصاب   ؤ،  تا   سخا   ؤ   نه   کړه
مړ دې  د   سترګو  په   چړو  یم ، حال مې  کله   پوښتې
اوښکې   شهیدې   په  لیمو   شوې ،  تا  دعا   ؤ  نه  کړه
کلونه   کیږي   رنځور  پروت   یم ، ستا د هجر اور کې
ټپ   مې  د  زړه  په  ناسور واوښت،  تا  دوا  ؤ  نه  کړه
ما وې خیرات به  دې  د سترګو،  له  لیمو  غواړمه
خونکارو  سترګو  جفا   ؤ  کړه،  تا  وفا  ؤ نه  کړه
کلونه   کیږي   پویان ناڅي،  ستا  د  مینې  ساز  ته
ټنګ  مې  د زړه له رباب ؤخوت ، تا نڅا  ؤ نه کړه

شاعر : عنایت الله پویان