حميد مومند

د ويکيپېډيا لخوا
حميد مومند

عبدالحميد مومند (ماشوخیل) (په انګرېزي: Abdul Hameed Mashokhel) کابو دوه نيمې پيړۍ پخوا د پېښور کوهاټ سړک او باړې روډ پر ښي غاړه پراته کلي ماشوګګر (ماشو) کې په يو ډېر غريب چاپيريال کې د عبدالحميد ماشوخېل په نوم يوه شاعر ژوند کاوه، چې په ژوند کې يې ډېرو لږو وګړو د احوال خبر واخيست، خو دپښتنو د تلپاتې دود او دستور سره سم وروسته له مړينې ډېر وستايل شو، چا د پښتو ژبې بېدل، چا د پښتو ژبې سعدي او چا د وېښته چوونکي (موشګاف) لقب ورکړ.

د ده دپلار او يا دا چې د چا زوی دی تر اوسه پورې کوم باوري او د قناعت وړ ماخذ هم نه شته، چې بشپړ مالومات په کې وي، خو د اوسمهالو ليکوالانو له ډلې څخه يوه نوماند ليکوال محمد اصف صميم يې د پلار نوم عبدالحق ښودلی دی. ( ۱)
د زوکړې ريښتينې نېټه يې نه ده څرګنده، خو داسې ګومان کيږي چې د يوولسمې يونيزې (هجري) پيړۍ په اخرو کې به زيږېدلی وي. (۲)

د پښتو ادب څېړونکو دده په ديوان کې ځينې تاريخي پېښو ته دڅنګزنو (اشارو) له امله د ده د زوکړې نېټه په خپل خپل تحليل ښودلې ده. پوهاند حبيبي وايي چې په (۱۱۰۰) ه ق کال زېږېدلی دی، همدغه نظر رښتين صاحب او الفت صاحب هم تايید کړی. خوو بېنوا صاحب بيا د (۱۰۷۵) ه ق ښودلې ده، ډاکټر انوارالحق په در و مرجان کې (۱۰۷۵ ۱۰۸۰) ترمنځ ښوولې ده. همېش خليل د ورکې خزانې په لومړي ټوک کې د حميد بابا د زوکړې نېټه (۱۰۸۳) ه ق ګنلې وه، خو داسې ښکاري چې د اورنګزېب د پاچاهۍ پر مهال يې دشعر هنګامه ګرمه وه؛ لکه چې وايي:

په قوت د يار د در د ګدايۍ د اورنګ پادشاه تر تخت لاندې مواس شوم

سره له دې يې هم د اورنګزيب عالمګير مړينې (۱۱۱۸- ۱۰۶۸) ته هم په يوه بيت کې دا ډول څنګزنه (اشاره) کړې ده.

خه به شور نه وي د هند په ميخانه کې چې اورنګ څخه د حکم جام نسکور شو

څوک چې دغه مهال د شعر ويلو داسې قريحه ولري، چې مهم ټولنيز او سياسي حالات په خپل شعر کې رانغاړي، هغه به د ژوندانه د څلي په نيمايي او يا هم د ژوند پوخوالي ته رسېدلی وي، نو په همدغه لاسوند د حميد بابا د زوکړې نېټه موږ د دېوان د دننېو شواهدو پر بنسټ تر (۱۰۸۰) ه ق راپه دېخوا اټکل کولی شو.
د بابا په باب ډېر پوهان، ليکوالان او څېړونکي په يوه خوله دي او وايي چې مومند دی، خو قوم يې ماشوخېل دی، چې د مومندو يوه پښه ګڼلی کيږي؛ لکه چې وايی:

د مومندو جوهر خانې لره دې راشي که څوک غواړي ښه لعلونه يمني

د حميد بابا د دېوان او نورو اثارو څخه دا جوتيږي چې عبدالحميد د خپل مهال مروجه علوم لوستي وو او په خپل وخت کې په ملا عبدالحميد نوماند وو. د ا خبره چې دی ملا وو د ده د ځينو اثارو د خطي نسخو په پای کې ليدل کيږي. (۱ )
په پاړسي، عربي او هندي ژبې پوهېدو. همدا ډول د حميد بابا د مړينې او مزار په باب کورني او بهرني څېړونکي او ليکوالان تر (۱۳۳۸ لمريز ۱۹۵۹ زېږديز) پورې په دې اند وو، چې ګڼې حميد مومند تر (۱۱۴۵) ه ق پورې ژوندی وو او يا د بلومهرټ پر ژبه په همدغه کال مړ دی. خو، د حميد بابا د شرعة الاسلام په پيدا کېدو سره دغه ګروهه واوښته او تر (۱۱۴۸) پورې يې ژوند يقيني شو؛ ښايي تر (۱۱۵۰) پورې ژوندی وي او دا چې د مړينې جوته نېټه يې نه ده څرګنده، خو دا ښکاره ده چې مزار يې د ماشوګګر په هغه لويه هديره کې دی، چې د کلي ترڅنګ د خوړ پورې غاړې سوېل ده دې ته پرته ده. (۲)

 

 

 

 

 

 

چي په مخ ئي زدوګير دخط اغاز کا =  نوربدل دساده رويو ناز په نياز کا

دښه مخ هماي هله کا په چاسيورې  =  چي شهپر دخط وخال راوړي پروازکا

خاص خلوت دښکليوعام په وخت دخط شي  = کم قوت سړې له هرچاسره راز کا

د اوريځي مياشت قدري وي په ليده کښي = نوخطان بي ځايه نه کاندي که نازکا

****

وابه نه ړوم نورمخ له ساده رويو      =    که دخط اره مي کښيږدي په تندي بيا

****

څوک دي نه غندي نوخط ښکلي حميد ته    =    قبلوي د ګل اغزي بلبل ځما

 **** 

دنوخطو دُرُشتي ځما اشتي ده        =       په اغزن بوټي ارام کا عندليب ځما

  ****

دارموز کا ديارخط په ماته ژبه     =    چي خوږه کړه نن ساعت هرچاته ژبه

           ****

مشک دي هسي ستاوخط ته      =    لکه مشکو ته  تراب

      ****

لګي لا دخط په وخت ديار عتاب سخت    =    وي دشپي باد وباران سيل وسيلاب سخت

          ****

دا افسوس کا خال وخط دنوخطانو     =     چي ا شنا شو دحميد پهند برات

        ****

که هرڅو په خط نوخطه کاندي توره       =      زيربه نه کا دغه جهل دراجپوت      

****

دنوخط دخال وخط په يوه خال کي     =     دختن دملک اهو شو ځما روح

           ****

هاله دُر دعاشق اوښکي شي په ښکليو     =   چي ئي نوي شي دخط بهار له مخه

    اُمرا   دحسن تل ځي په رکاب کښي      =     چي ئي پاڅيده دخط غبارله مخه

         ****

دتورخط ليکه ئي  ګډه په سپين مخ شوه        =      تور وسپين ځما دسترګو شو پدا ګډ

            ****

په راتله ديار دخط حسن پايمال شي         =      لکه وکاندي په ګلو څوک غوي منډ

        ****

دخط خيال مي دي له سره تلونې ندې       =   که سايه پري دهماي شي برابره

       ****

له خوارې ديار په خط زړه ښه کومه     =     دغريب د پښو  وکيښ شي خار په خار

          ****

خدايه  خط ديارله مخه لرې ليري      =       په اسلام باندي برمشه لاس دکفر

هغه مخ چي مي کعبه وه د دووسترګو     =    مسلط کا باندي خط مواس دکفر

وکه جوش دخط سياهي ديار په مخ کښي      = که نمرود کا بيت الله نخاس دکفر

        ****

ژر په ژر به ئي سياهي دخط پښيمان کا      =   دا دمخ په روښنائي باندي مغرور

   ****

خال وخط دي هسي چاري په مخ وکړي      =   لکه ګل شي دهاتيانو په غوبل سر

         ****

ليکه دتورخط ديارله مخه شوه چاپير    =     ښهر داسلام کړ غلبي دکفر ګير

ونړاوه  سد سکندر جوجو ما جوجو     =     اوکه خال وخط ديار په مخ شوه رابرسير

       ****

لاکه مخ له خال وخطه آب وتاب ډير     =    ولي تاب وي داوريځي دافتاب ډير

زيات شي کبر دباغوان په نوبهار کى         =    نوخطان کاندي په ځان ناز وعتاب ډىر

يوحميد له توره خطه شکوه نه کا      =     دي بلا کړه عالمات خراب تراب ډير

    ****

په نوخطو پسي تللې زړه موند نشي     =   هغه ورک شو چې په شپه داور په سوي ولاړ

      ****

سپلنۍ غوندي په اور دنوخط   حسن      =     سرترپايه سره لمبه شم شنه لوخړه

چي ور وښود ښکلې مخ خط دبخښنې      =  اوس مي زړه ورسره کا ناحق جګړه

       ****

منت بار دي يم دږيرې داغاز          =       چي ئي کم کړ ستا دحسن کبر وناز

چي غريب شي په وطن دنوخطېَ    =       ګوندي اوس شي په کرم غريب نواز

     ****

که ګيله ديارله خطه کړم ګرم نه يم       =      زرغونه په سمن زار شو زما زوز

        ****

په رخسار باندي دي کښلي توري پريوتي       =     پر ورځي ظالم تورخط  اخير جنګريز

        ****

که ئي راکړ خال وخط وماليچن لاس       =        بياپر دوست باندي بر مشه ددښمن لاس

ساده روي خط ته هوس له ساده ګې کا    =   وچمن ته پريښود نشي دچمن لاس

نوخطان واړه ارمان که باري څه کړه   =  نه رسيږي دپرون په چاري نن لس

****

لائي ز ه دبي مختوبه چورچور نات يم   =   بيائي  که راباندي خط لښکر دپاس

****

آب وتاب راته ښئي دنوخطانو  =  په خزان کښي دبهار دګلو جوش

دا  نګار دخط سياهي راوړه په مخ کښي  =  که پادشاه دزماني ئي خرقه پوش

****

تر ساده حسن نوخط بي وياړه کوت شي  =  دليچنو سترګو سيورۍ وي ترلمرخوښ

زړه مي هسي په نوخطو ښکليو پري وت  =  لکه پريوزي ودوهي ته قلندرخوښ

****

هره ورځ مي په بالين خضر حضريږي  = چي ئي خيال دخط وخال شو راته پيښ

  ****   

نوخطان دخط پوخت بي وخته ناز کا  =  رساوه  شي په  دغه  ادينه  فيض

****

چي مي وليده په مخ ددل  ارام خط  = بيامونده دازاديه ما غلام خط

خلاص مرغه ددام په دام کله ويسا کا  = په نيوه ځما ناحق غوړوي دام خط

داشنا دمخ دخط هيبت مي وخوړ =  چي مي وليد په شرابو کښي دجام خط

دبهار اوريځي نه وي بي بارانه  = په رښتيا که دبوسي زيرۍ پيغام خط

دمقصود در مي ونه ليده تياره شوه = صبحدم ديار دمخ کړ راته شام خط

دصحرا هوسۍ ارام په ميږيتون کا = ورکوي شوريده دل لره ارام خط

دلداري ديار پکار تر خط پخوا ده = څه پکار که ئي دلدارکه په ناکام خط

لکه نه بي دوده اور بي اوره دودشي = هسي راکړ له خوبانو انتقام خط

پري کوي ئي هومره زړه له شوق و ذوقه = څوکوي ديار په مخ کي انتظام خط

زمانه به دهر ښکلې بازار سوړکا =ماته ژبه کا حميدته داکلام خط

****

دائي خط نشوونما کاندي له مخه  = يا نرۍ نرۍ لوګۍ ځي له څراغ

****

هسي زيب کا ښکلۍ مخ په خط وخال کي = لکه واغوندي مکې ته تورغلاف

***

په راتله دخط چمن حسن ايمن شي  = خداي دي نه کا په کفاروکښي غريب څوک

****

داځما د اه لوګۍ په کښي ليده شي  = ائينه دي دمخ نده په خط زنګ

**** 

زلزله ديار دخط دراتلو ګوره  = نړوي مي پر تندي اسمان د مشکو

چي اوريځ ديار دخط په خاطر راشې  = وو روي مي ترليمو باران دمشکو

دا ئي خط نشو ونما کاندي په مخ کښي  = که په سپينه ځمکه ځي کاروان دمشکو

****

خال وخط ئي هسي چاري په مخ وکړي  = لکه ګل شي تر پښو لاندي دهاتيانو

**** 

په فريب دساده دل داساده رويه  =  کښي ايستم دخال وخط په خرخښو

ځکه زه کوم اسره ديار وخط ته =  اسانيږي مشکل متن په حشو

****

هومره ښه دي خال وخط راسره وکړه  = چي را  وي ايستم له اوره په اغزو

***

چي تر زلفو لاندي خط راوړي انبوه  =  يار له يار سره نه کا هسي دروه

****

چي مشغول داستا دمخ په خال وخط شوم  = مشغولا  راڅخه پاته دکتاب شوه

****

چي پر مخ دي دخط ليکه دوتا راغله  = ګويا مخ لره دي توره بلا راغله

****

ژر په ژر په ظالم حسن دبتانو  = کاندي خداي توره بلا دخط نزول

****

چي مي تن ملک دختن شو ځما لال = دا اثر ګڼم داستا دخط وخال

ارايش له الايشه لعل مومي  = په راتله دخط وخال مه شه ملال

****

ورته مه ګورې هرګز په سپکو سترګو = نوخطان دي خرقه پوش بالانشين

تر تور خط لاندي ئي زنه هسي زيب کا  = لکه ټولې شي مُچې په انګبين

****

خط پرمخ دصنم راغې که سپوږمۍ شوه په هاله کښي  =  دائي غاښ په خوله کي زيب کا که ژاله شوه په لاله کښي

خال وخط په ګلګون مخ کښي ، ددلبرو دامثال که   =  لکه پروت وي غزيدلې   ، خرقه پوش په دوشاله کښي

****

په نوخط حسن اثر دعاشق  اه  کا  =  دا پدي چي مسافر په زړه نرۍ وي

****

په غبار کښي ئي دخط ګوره سري شونډي  =  سري سکروټې دي د اور په ايرو نغښتې

****

دنوخطو په صفت مي زبان نښلې  = چې تر دام لاندي دانه خوري مرغان نښلې

دائي خط په کناره دمخ جنبش کا  = که په خوان دشيرينيو مچان نښلې

پاکبازان کړي په نوخطو ښکلومينه  = پرسينه دشنوکوتروبازان نښلې

****

دنوخطو دلبرانوپښيماني  =  دماښام دغريبانو حيراني

لکه کاندي خال وخط په ساده رويو  = خزان نه کا په ګلشن داويراني

زد وګير ئي دتورخط هسي هيبت کا = لکه ولګيږي جنګ سلطاني

څه ګمنامه شوه دخط په هندوبارکښي = دخوبانو دښايست مسلماني

****

که د خط په خاکستر ځپلۍ نه واي = دمخ اور به دي تراوسه ووملک سوې

****

که دي راغله په مخ څه شو دخط لړي = په ايرو کښي لکه لعل هسي رغړي

****

څوبه خوب کوم ديار دخط له غمه  = چي اغزي مي په ليمو کښي غړوې

****

له ساده مخه دصبر سبق چا ده = څو پيزي دخط په زير و په زور نشي

هسي شپه ديار دخط راباندي راغله = چي هرګز به ترقيامته سهر نشي

**** 

په راتله دياردخط ياران په دوک شي  = باغ چي وټکيږي لاباغوان په دوک شي

**** 

ماته پيښه شوه خواري ديار له خطه  = که بخښې چاته دولت پَر دهماي

****

يووړ خط صبر وارام ځما له  دله  = څه ارام په ميږيتون کا غزاله

په راتله ديار دخط ژړا بايده ده = ولي نخښه دباران وائي هاله

****

چي دخط په وخت اشناپالي حميده  = رحمت باد په کفرستان کښي مسلماني

****

داشنا له خال وخطه معلوميږي  = چي حميد به مسافردهندوستان شي

****

دنوخطو په وعده باندي زړه مه ږده = هغه ورک شي چي په شپه داور په لورځي

****

زد وګير ئي دتورخط ګوره په مخ کښي  = په مکه دزنګيانو لښکر راغې

دائي خط په دا دروصل مشرف کړم  = که هماي مي په تندي برابر راغې

داحميدديار دخط له غمه ژاړي = که باران دي دپسرلي په در  در راغې

****