ځـــــــــوانه

وران دی ګلستان دې ای بلبله ! د پښتون د باغ
نوم د رقيب ليک دی په هر بوټي د مجنون د باغ

خوار او زار بچي دې بې هنره بې کماله دي
غوږ يې دي کاڼه لاسونه شل سترګې بې پرکاله دي

لال ډوب دی ايرو کې او مرجان پروت دی په خاورو کې
زوی د شهباز ګرځي چمړۍ خوري په سيل د واورو کې

پاڅه ای ځلميه ! مستي توره او ايمان واخله
شړق شه، اور شه، تندر شه او نر شه خپل جانان واخله

توره دې راواخله ننګ پښتو او اسلام پورته کړه
له خپلو مستو سترګو دې نامه د غلام پورته کړه

پاڅه ننګياليه ! نن دلبر او جانان وګټه
نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه

ټول جهان حيران کړه د خپل ځان په ت

 

 

 ای زما وطنه

ای زمـــــــا وطنه د لعلونو خــــزانې زما
                         ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما

ستا سر چې وي ټيټ نو به زه شان او شوکت څه کړمه
ته چې خوارو ځار يې زه به مال او دولت څه کړمه
ته چې وران ويجاړ يې زه به خوب او راحت څه کړمه
                           مسته به دې خاوره کړم په مينه مستانې زما                                     
                                                                              ای زما وطنه                                                                          

عقل مې ايرې شه ستا لپاره د فکرونو نه
سترګي مې قربان شه ستا لپاره د سوچونو نه
ځار شمه قربان شم ستا د خاورو د کورونو نه
                             ستا زړه کې پرتې دي ټولې تلې زمانې زما                                
                                                                              ای زما وطنه                                                                           

يا به دې زه سيال کړمه وطنه د جهان
يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان
ځان به دړې وړې کړم خو تا به کړم ودان
                              نر يمه، پښتون يم تاته يادې  افسانې زما                              
                                                                              ای زما وطنه                                                                       

  

جنت او دنیا


چـــــــــــــــه مستې او ځـوا نـې وې  اوجـــا نـــــان وې او ډ ک جــــــام

ډ یــر کــلــونــه، لـږ یـــاران ، اوغـمــګـــیـن غــــــــونـــدی مــاښــــام

عشق څه اور وې او څه نور وې زړه لمبی لکه تــــــــــــــــــــنــور وې

پـه د ی ژوند بـه زه ورزار کړم جــنـتـونــه ســــتــــا تـــمـــــــــــــــــــام

خـو دا ګــټـه په دی وکړی چـه هـیـڅ رنګ له قرار نــــــــشــــــــــتـــــه

هــر ساعـت ، هر رنګ دژوند، ستا دوخــــــــــت بــــی کـس غــلام

ا و جــنــت کــی مــلا وائــې وخـــــــــــــت بــــه وی زمــا غـــــــــــــلام

دی چه ورک شې او زه شته شم، ټول به وران می شــې تـمــــــــــام

چـه زه ټــول عـمـر زلمی یـم ، زلمی تـوب به یـو عــذاب شـــــــــې

ځکه اوس را باند ی ګران د ی ، چه ئې خیشت شې زرتــــــــمــــام

تــل سـپـوږمـي د څــوار لسمــی، تــل جانان دشـپـاړ ســـــــــمــــي

تـل ځـوانـې ، سـیـنــد د شـرابــو ، د ا د وزخ کــــــــــــــه ا نـــعـــــــام

د ي د نــیــا پــســی بـــه ژاړم، دا تـیـاره هـــــــــــــلا ل بــه غــــــواړم

هـــره ورځ بــه یـــا د ومـــــــــــــــــــــــه ، نـــرئ لــــړه د مـــا ښــــــــــا م

ټنګ د حورو وفــا دارو، بی وفـا جــانــا ن بـــه غــــــــــــــــــــــوا ړم

ستا ا د م په ذات ښکاری دی ، د ښکاری خونـــد کــوی هر ګــــام

د مستی د سـیـنـد پــه غاړه ، ثوابـــې روژی بـــه نــــــــیـــــــــــــســـم

ا ســویـــلـې بـه کوم یــا د وم بــه د ســاقـــــې نـــیــــــمـګــړی جــــام

هـریـو شی چه ابـدې شې ، یــو افــــــت شــــې یــو عــذ ا ب شـــــې

بــس یــــو تـــا ســـــره مــــزه کـــــــــــــــــه د ا ا ذ ل ، ا بــــــــد ، د وا م

بـنــد ه نــوی رنــګ مـــحــل کــې نـوی نـوی جـانـــــــــــــان غـــواړې

بی بـان کې سره ګلـونـه ، تـوره شــپـه ، چـرا غــــــــــان غـــــــــواړی

تـل تــیـاره کښی دی ورکـیـږې، تـل رڼا کښـی هــم ورکــــــیــــــږې

دی بـچی د تــغـیـر دی ، یــو حالـت کـښـی نـه ټــــیــــنـــــګـــیــــږې

که دا ســتــا جـنـت لـه یــــــــوړه ، دا فــطــــــــــــرت او دا وجـــــــــود

یـــو څـــو ورځو کښې به سوځې ، پـه سرو سترګو بـــه ژړبـــــــږې

ای د لــــوئ فـضــل ما لــکه ، ما لــــه دا دنــــیـــــــــــــا جـــنــــت کـه

فارمـولــه یــې ده اســانـه ، د د ری تــوکــــــــــــــو نـــه جــــوړیـــــږې

لــکه ویــلـی مې دې سرکښې ، بـــس جـــانـــــــــان ځــوانــې او جام

چــــه زمــا لــیــونــی سـر پـــری کلــه کلـــــــه مــشـــغــو لـــــیــــــږې

او هــــغـــه بــــل د مرګ پـــس مــې مــلا جان پــسـی خیرات کــــــه

تــــش د حـورو پـــه خــو بـــونــو که د خــــوار ګـــذاره کــــــــــیـــږې

مالــه دلــتـه یــوه راکه غــونــــډه ، مــســتــه ، تـــــکــه ســـپــیــنـــه

مینه ناکه ، ســپــیــنـــه شــمــعه ، چـــه لــمـــــــبــې وهـې بــلـــیــږې

شــــــل رنـــګـــونـه ئې پـه نظرکښې ، شــــل مزاجـه پـه ځیګر کښې

دســـپــرلې هســی خــو یــو نــــه، کلـــه لــــمـــــر کـلــه اوریـــــــــــږې

یــو څرمــنــه کــــښــی د نــــنـــه ، یـــــــــــو حـــرم د جــیــنـــکـــــو وې

کلــه مــــســتــه او ســــر شــــاره ، کلــه غــلــۍ شـــــې شــــرمــیـــږې

او زمــــا د ی ســتــړی زړه کـــښـې شــل رنــګـونـه اور لمبه کـــړې

چـــــه دا اور هســی ســوزیــــږې ، د لــښــتــو هــســی ګـــډ یـــــږې

چـــه پـــه یــو بــی تــاب نــظــر مـې داســی مـسـت داسی نشه کړې

مــیــخـانــۍ ورتــه حــیــرانــۍ او ســاقــی ورتــــه پــــســخــیـــږې

دهــــغــــی زور بـــــــد ل کښــې مـــــالــــــه د لــتـــه یــــوه راکــــــــه

دابـــد ټـــــولـــــه ځـــوانـــی مــــې ، د څـو کـالــو مــشـــغــولا کـــه

که دانــه کئ ای جــانــانــه ، ســـــر بـــی حــوری دی ســنــبــال کـــه

نـه می هـغـلــتـــه پـــکار دې ، نــه مــی د لـتــه کښــی یـــا د یـــږې

غټی غټی ، ســپیـنې سپــیــنې ، چـه نـه سـوال نــه مـنــت غواړې

ارتــــی بــیــرتـی ، وږی سـتــرګـی ، پــه بـخــملو بـــه لــــغــړیــږې

ربّــــه ! ای جـــانـــانــــه ربـــهّ ! دغــه یـــو سوا ل خـــــو مــنـظـورکه

ګـنـــی لاړ غــنـــې د مــړ شــــو ، ورپـــــســـی ئــــــې ژبــی کــیــږې






ګل اندام

چاله شـــراب ورکړی چاله ســرې ویــنې د جام 
چـــالــه خـــــربـانــو د پـاره چــالـــه ګـــل انـــدام
چــــالــــه د لـــــولـــکــې په شان چسته اؤ رنګینه 
چـــالـــــه د ګـــونـګټـــې پـــه شــان توره اؤ مهینه 
چــــالـــه قتــقتـــئ کـــوکـــاری کـــړکـــه زړه چرګه 
چـــالـــه غـــونډه مــونـډه مستــه تکه سپینه ګرګه 
چـــــالــــه داســـې ستـــغـــه لـــکـــه اوچـــه بکیاڼه 
چــــــالـــــــه ډوبــــه مســـتـــه لــکه نوې دوک بیاڼه 
چــــاکـــره صـــابــــره کـــورودانــــه درنـــــه مــــیښه 
چـــاکــــره سیـــمه کؤترئ په هر چا چې شوه پیښه 
چـــــاکــــــره چــــلــی د چــــلــی لــــوړه بـــده مـــکاره 
چـــــــاکـــره کــمتــره چـــې هــم ښــځــه وی هم یــاره 
چــــالـــه زړه خـــــره بیــخـــونــده بـــې نـــوره پـواړه 
چـــــالـــــه لـــــکـــه ســــروه د خــنـــدا ډکـــه اولاړه 
چـــالـــه ښـــه تـــرســـکونه چـــالـــه ښه خوږه حلوا 
یـــولـــه د نـــیمبـــو اچـــار اؤ بـــل لــــه مــــــربــــه
ورکــړه دقسـمـــت دی چـــالـه ډیـــره چـالـه کـمه 
خدائ دِ هغه درکړی چې وی ستا په شونډو سمه

نصیحت

خان راخيــــستي دي مـــــــــلا پسي څو بــــاړي     خپل کور سم کړه څه پر دي غمونه ژاړی

بل تــــــــــه وائي د حرص وبــــــــاسه غــــاښــونه     او پـخپـــــله سوان په لاس تيروي داړي

تل وطن پخپله وران کړی بل بدنـــــــام کــــــړي      ملايـان دې کړل قارغان خواري خراړي

چه پخپله په بيه قام خــــــــــــــــــــــــرڅـــــــوي ته      بيا پــــه کـوم مخ په ملا کوي پيشاړي

چه پخپله دي مخ کال کښي نئ (  ٣ ) ويځـلي        بل ته مه وايــــه زړګيــــــه چـــــه پــواړي

ته اول دصاحب پـــــــــــريــــــــــــــــږده سلامونه       بيا په ده سرسايه پريږ ده پــــــــه دلاړي

د غني نصيحت واوره اوس ځان بسم کړه

خــــــــولي له نه راځي بيابياتو کلي لاړي

د فقیرانو  سوال

سترګو دجانان کی زما ښــکلې جهانــــــونـه دې

وادی خله دنــیـــا زه وږی ســتا ددنـــیـــا نه یمه

ګوره دفقیر کچکول کښې تاج دسکندر پروت دې

زه یــــــم دســــخـــیـــانو  دشـــومانــو ګدا نــه یم

زه یې پـه غرور د رنــه دمـینـې پــه نـوم غواړمه

زه ملنګ بی نیازه ستا دویــر او ویـــلا نه یـــمــه

هغه مستې غواړم چه یې مرګ نــــه شــې وژلي

زه دی دغـمـــونــو د بــیــګا او ســـبا نـــه یـــم

یو د سپو ږمي څاڅکي ماله ټیک له دجانان را

زه یـــم دخـــوبــونــو دلالونـــو ګدا نـــه یــــم

تـــښــته دنـــیــا ګئ که دی یښي نو ای امیره !

ستا شوه ستا دنیا زه وږی د د نـــیـــا نـــه یــــم




ای ځوانه   

 

سوی باغ تــــــــــــالا ګلشن دې           مړاوۍ ګل خاورۍ چمـــــن دې

نه بلبل نه لولـــــــــکې شـــــــته             نه نرګس نه یاسمـــــــــــــــــن دی

دا ګلاب دې ایرې شــــــــــــوې             که پـــــــه اور ســــــوی ختن دې

ای پښتونه !ستا وطــــــــن دې             ای پښتونه ستا وطـــــــــــن دې

ددی باغ خاوری را واخــــــــــله              ترینه نوی بوستان جــــــوړکړه

ای د سوی بـــــــــــــاغ ملیـــــاره             دنورونو جـــهــــان جـــــــوړکړه

ای ښکته ښکته ګـــــــــــــــورې             نن پښې ابله ســــــرســــر تورې

ته خبر یې چه ته څــــــــوک وې             ته د منځ آسمان وی ستـــــورې

ستا شمله به چه شوه پــــــورته            شوې به ښکته شملی نــــــــورې

په مستی او ننګ به ســــروې             ستا دا ټیټې سترګې تـــــــــورې

ای دټیټو سترګوځــــــــــوانـــه             پاڅه هغه جهان جــــــــوړکـــــــړه

ددی باغ خاوری راواخـــــــــله              ترینه نوی بوستان جــــــــوړ کړه

ای د وران څپر میـــــــــرمنـــې              ای دوږې بچــــــــــې پــــــــــــلاره

بی درکه سرګـــــــــــــردانــــــــه              ای دسوې بــــــــــاغ ملیــــــــــاره

ای چه نن بربنډبچې ســــــــــتا              دخوراک کـــــــــشالـــــــــــــه دې

ستا دلاس مـــــــــاڼـــې ولأړې              په ډهلې په بنـــــــــګــــــــاله دې

ای د بل د در مــــــــــریــــــــــده              پاڅه هـــــــــــــغه دوران جوړکړه

ددی باغ خاوری را واخــــــــله              تریــــــــنه نوۍ بوستان جوړکړه

ای په غره په سرد دروکــــــښ              په باغونو په میــــــــــروکـــښې

په جندول کی په تیـــــــــراکې              زمــــــا لال په ایــــــــــــــروکښې

ای دزرکو پــــــــــه خنداکښې               د تنزرو په نــــــــــــارو کـــــــــــې

دشیــــــــــــــرشاه نازبینه زویه              ته یې پروت تورو تیارو کښې

 کړه دغم تیـــــــارې را غونډې              ترې دمیـــــنې داستان جوړ کړه

ددی بـــــــاغ خاورې راواخله                 تری نه نــــوۍ بوستان جوړکړه

 

 بـــابـــا ته

ستا خطونه  ټول زما سر ته پراته دي
زه يې لولم هره شپه دوباره دوباره

کله خاندم کله ژاړم لېونی يم
ای زما په بند کې پروت غريبه پلاره

نه، ته نه يې غريب ته ډېر لوی اوچت يې
مصيبت دی ستا غيرت ته غيرت داره

چې په تا کې کوم ګوهر دی ماکې نشته
ستا نيکي زما بدي دواړه بې شماره

ته سالار يې د کاروان په نېغه لار ځې
زه کوږ 
 زغلم  لکه  او ښه  بې  مهاره

ستا د زړه فواردې ډکې دي د مينې
زما زړه وچ کوهي نه لري يو داره

پروا نشته که په منډه منډه مړ شم
فقط ستا او د خپل قام د نوم لپاره

دعا

سترګو د جانان کې زما ښکلي جهانونه دي
وادېخله  دنيا  زه  وږی  ستا د  دنيا  نه  يم

ګوره د فقير  کچکول  کې تاج  د سکندر پروت دی
زه   يم  د سخيانو  د شومانو  ګدا   نه يم

زه  يې په غرور درنه د مينې په نوم غواړمه
زه  ملنګ بې نيازه ستا د وير واويلا نه يم

يو د سپوږمۍ څاڅکی درنه ټيک له د جانان غواړم
زه يم د خوبونو د لعلونو ګدا نه يم

هغه مستي غواړم چې يې مرګ نشي وژلی
زه دې د غمونو د بېګا او سبا نه يم

تشه دنياګۍ که دې بښې نو ای اميره!
ستا شوه ستا دنيا زه وږی ستا د دنيا نه يم

 

هغه دغه

ټـــټــودوست کا ســـنـــډا یــا رکا                  خر کړه خپل مطلب پــري بــار کا

خوار لوهــار تـــــــه لا لا وایــــه                 چــــه تــیــره د رلــه ســـپـــــار کا

سرکار مر ګ له چه څوک بیا ئې                  یـــــو کپــټــان بـل صوبــه دار کا

د مـــسـتئ چــه خر شې پــاتــــي                دشـــیخــي چــوغــه اختــیـــار کا

چـــه نــری رنځ ورشـــروع شې                 ځان حاجــې کا پــرهـــیـــز ګارکا

چـه میږې تــه خدای پـه قــارشې               د وه وزر ورلــــــه تــــیــــــار کا

چــه پښتون تــه خدای پـه قارشې             لــــوی مـلـک ئــې د ســـرکــارکا

خـــان او خــر دې سـکـه ورونــه                 مـسـت پـه جــر زنــا پـه جــار کا

پـښـتون هــغه وی چــه مـــړ شې               خــپــــل پـــردې ورتـــــه ازار کا

خـــر تــری لـوي په جهان نه وې              چــــه پـــه ږیـــــره اعــتــبـــار کا

زړه کــړه زهر خوله خــوږه کړه                خــره راشـــه ځـــان هوښــیـار کا

  یــــو د یـــار شــونــډ ی خوږي دې  

یــــــو مزه غــوښــــه د ښــــکار ک

 

 

په غمونو کې خندا کړه

په غمونو کې خندا کړه 
په خندا کې غم هېر نکړې
او د ډېرو په خندا کې
چې قيمت د کم هېر نکړې
د وصال په لمغړو کې
د  فــــراق ستم هېر نکړې

دا چې ته يې سترګو ته خاندې
ددې سترګو غم هېر نکړې
د  الله الله پـــــه  شــــــور کــــې
 چــــې صنم صنم هېـر نکـــړې

مخ د جانان

کله مخ زه پـه قبـله کـړم کلـه کــړم مخ و جـانــان تــه

هیڅ په فرق یې پوه نه شوم ربه! خیر مې کړې ایمان ته

هـغـه ورځ چــه خلق پــیـذا شو دخالـق په تجــلأی شـــو

زه وم پروت مخمور مشکوره په سجده مخ دجانـان ته

اوس زما په بـیکســـۍ کښــی د مســتې لمغړی ویـنــې

زه دمځکی قابل نــه وم ولی تـا بـوتــلم آســمــان تــــه

د خــبرو یــې څــوک نــشــته ځان سـره غنې ګو ڼیږې

لــیـو نی یـې هـلـه بــولـې چـه یې وګـورې جا نــــان تــه