د اروا ښاد  ګل بادشا الفت  شکلی شعرونه

زما خوب

وربل يې ما په خوب کې پرېشان ليدلی دی
ستا بخت خو مې رقيبه دغه شان ليدلی دی

د ګلو هار په غاړه محبوبا شوه راحضوره
بلبله دا وطن مې ګلستان ليدلی دی

کارغان به پکښې نه وي بلبلان به پکښې وي
باغونه به سمسور وي ما باغوان ليدلی دی

دا توره شپه به خدای کاندي په مونږ باندې سبا
سپين مخ مې چې سبا غوندې روښان ليدلی دی

تعبير يې کړی ما ــ په ظالمانو به چپه شي
چپه کاکُل مې خوب کښې د جانان ليدلی دی

مهار به دې په پوزه شي د سرو زرو خاونده
په سرو شونډو دپاسه مې پېزوان ليدلی دی

زه پټې سترګې نه يمه په هر څه اوس پوهيږم
په خلاصو سترګو باندې مې جهان ليدلی دی

له دامه که دې خلاص کړم په قفس کښې دې بندي کړم
صياده! ما خو څو رنګه زندان ليدلی دی

که هريو رانه وژنې خيال او فکر مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوی 

وران کار به ودان ګڼې

وران کار به ودان ګڼې دلته که اوسيږې ته
حق ويل به زيان ګڼې دلته که اوسيږې ته

ورځې ته به شپه وايې چا که ورته شپه وېلې
تور په به سپين شان ګڼې دلته که اوسيږې ته

هيڅوک ملامت نه دي وران که ټول کارونه شي
خپل قسمت به وران ګڼې دلته که اوسيږې ته

ټيټ خلک به جګ ګڼې ناست که په جګ ځای کې ؤ
ځمکه به اسمان ګڼې دلته که اوسيږې ته

هر چا چې هر څه ويل ته به صفتونه کړې
هر يو به لقمان ګڼې دلته که اوسيږې ته


 

ملي قدرت

په رښتيا هغه ملت وي بختور
چې لري ملي نظام ملي رهبر

وي اصلي حاکميت د خلکو لاس کې
حکومت وي د ملي قدرت مظهر

جامعه پخپله وي په ځان حاکمه
د عامه افکارو وي قوي اثر

نه تبعيض نه امتياز  وي نه تېری 
په حقوقو کې وي خلک برابر

د هر چا اعتماد  وي په عدالت 
قوانين وي د هر چانه معتبر

آزادي ديموکراسي وي واقعي
خطر نه وي کرامت ته د بشر

مخور مسلط نه وي په نظام
اهليت او لياقت وي مخور

سر او مال وي په امان فکر و نظر هم
زورور چې پکې نه وي پخپل سر

 

د حقيقت ورځ

چې پلو له مخه لېرې د هر چا شي
دا رنګينې جامې څيرې د ريا شي

حقايق ټول رابهر شي له حجابه
پټ کارونه راڅرګند زما او ستا شي

که رازونه که رمزونه که اسرار دي
لکه ستوري د اسمان هسې رسوا شي

مقصدونه ، غرضونه ، عملونه
بې پردې او بې سيرته برالا شي

د تلبيس ښايسته رنګونه ټول شي محوه
پخپل څېر ښکاره روا او نا روا شي

د هر چا زړه کې چې هر څه وي ليکلي
دی پخپله د هغه نقش ګويا شي

هغه دغه ښه او بد مخونه لوڅ کړي
توره شپه له منځه لاړه شي سبا شي

ليک د حق او حقيقت وي په هر لاس کې
د تيارو شپو واقعات واړه رڼا شي

ډېر ښايسته او سپين مخونه به تک تور وي
ډېر غاښلي به په دغه ورځ سرتور وي


د پښتون حال

باغ او بڼ يې بې بلبل بې عندليبه
رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه

څه په لوږه څه په تبه څه په تېغ مري
ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصيبه

که يې ښه پوره په حال باندې خبر شې
خدايږو ته به هم پرې وژاړې رقيبه

ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دی
کور يې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه

لاس يې يو ځای، پښه يې بل ځای، سر يې بل ځای
پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکيبه

نه ډوډۍ لری ، نه پوهه نه تعليم څه
بې له تورې بل له هر څه بې نصيبه

چې ريښتينې خادم يې وينم بېنوا دی
پښتو ژبه ده په ژبو کې غريبه

که غمخور، همدرد ، خواخوږی او دردمند يې
ژاړه ژاړه د پښتون په حال حبيبه
 


اعتراف

نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو  کله ويلي دي

نوره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه نيسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي

وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې شړلي دي

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي

زه يې په  ليدلو او ويلو ګناهګار شومه
نور يې په کولو او عمل باندې غاښلي دي

نه يمه خاين په خيانت د خلکو پوه يمه
پوهه که ګناه ده خلک ټول اوس پوهيدلي دي

دا چې ډېر کاږه درته ولاړ دي ټيټ سرونه هم
ستا مخ کې چې سم نه شول سم کله چليدلي دي

هيڅ اميد ترې مکړه که څوک ځان دې تا غلام بولي
ما غلامانه ذهنيتونه پېژندلي دي

لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر پدغه شغل رياست ته رسېدلي دي


څه ګورم

ګورم جهان کې څوک کعبه  ځنې بوتان جوړوي
غلطه پوهه له سړي ځنې شيطان جوړوي

د سړو کار دی چې د خپل وطن کارونه کړي جوړ
نجونه او پېغلې سينګارونه کوي ځان جوړوي

تهذيب ضرور دی نظافت او ښه لباس دی په کار
فېشن چې زيات شي له ځلمو بازينګران جوړوي

د ودانۍ اميد له هر چانه کېدلی نشي
له خاورو ګټو ښه کورونه معماران جوړوي

چې انساني رڼا پيدا شي په مغزو کې د چا
هغه کوښښ کړي په عالم کې انسانان جوړوي

ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظ
واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي


 

د ناز مېرمنې

ورور دې خواري او مزدوري کوي له پلاره سره
تا په مستۍ کې امېل وشکاوه له ياره سره

مور دې مېچنې ګرځوي خور دې منګي ډکوي
ته سور پېزوان غواړې د سرو زرو د هاره سره

ده غريبي خواره خواري کور کې څه نه دي پاتې
مه کوه لوبې له درهم او له ديناره سره

دلته د ښځو په سر خاورې دي د ناز ميرمنې
تا يارانه ده اچولې دنيا داره سره

خبره نه يې ستا په خويندو ميندو څه تېرېږي
ستا سرو کار  دی تمام عمر له سينګاره سره

عيش و عيشرت دومره ډېر پرېرده د وطن مېرمنې
مينه پيدا کړه د خپل کور له کسب و کاره سره

يو زړه په لاس کې ونيسه نور زړونه مه ځوروه
مناسب نه دي دا خويونه له دلداره سره

په سرو مال چې د وطن خدمت ته نه وي تيار
مه ګوره هېڅ د هغو خلکو له ريباره سره

ورسره مه خانده ! چې خاندي په خوارانو باندې
د ناز خندا کړه د وطن له خدمتګاره سره

 

قدر او مقدار

د چا فخر د سيسۍ، زرکې په ښکار
د بل فخر په وژلو د ښامار

د وړوکي کار وړوکی د لوی  لوی
د هر چا قدر د خپل کار په مقدار

د عقاب پرواز ته ګوره چرګ ته ګوره
چرچرک چېرته او چېرته موسيقار

چا سره نقشه وړه چا سره لويه
يو به خونه جوړوي يو بل لوی ښار

څوک سينګار کوي څوک کار کوي څوک لوبې
ملتونه جوړوي ملي معمار

عادي خلک به کوي عادي کارونه
نوابع لري په کار کې ابتکار

د تاريخ جبر کوي لوی لوی حکمونه
څه راوځي جريده کې  د روزګار

ډېره لويه غېږ  په کار ده مستقبل ته
لوی جريان کې يې چې ښکاري څه اثار

زړونه داسې ګواهي لي چې هر ګوره
نوي نوي څه راوړي ليل ولنهار

لوی بدلون دی راروان پدغه لوري
وڅارئ  د شپو او ورځو لويه لار

ډېر څه وړي ډېر څه راوړي انقلابونه
نه پرېږدي يو سړی خورد او بل خروار

ولسي نظام هر څه خلکو ته سپاري
هم د کار مسئوليت هم اقتدار

مساوات نشي راتلای څو چې هېواد نه
باداري اغايي کډه نه کړي بار

چې پيدا شي اطمنان خوښي په زړو کې
نيسي  ځای د خلکو زړونو کې سرکار

بدبيني بدګماني غلط فهمي
نوي خلکو کې چې خلک وي اميدوار

ژوندي کيږي اميدونه اسرې هيلې
په افسون د محبت په ښه کردار

علاقه نظر هغسې نه جلبيږي
لکه څوک چې جلبوي علاقدار

نه په چل باندې کېدای شي نه په جبر
څه چې کاندي شخصيت د يو کردار

زړه چې ښه شي په ښه زړه بيا هر څه کيږي
هغه کيږي چې نه کيږي په اجبار

 

پښتون ته خطاب

پرون سالار وې نن  د نورو صوبه دار پښتونه
ډيورنډ شو خاورې ته يې خط کې يې ايسار پښتونه

د پاکستان لاس کښې اسير ډېر پښتانه وينمه
تا غوندې بل چېرته څوک نشته خواروزار پښتونه

نه يې روان د احمد شاه شېرشاه ميرويس په لاره
ولې دې پرېښوده د پلار او نيکه لار پښتونه

مغــُل بيا راغله خوشحال خان څه شو او چېرته
 
چې درته ووايي د ننګ غيرت اشعار پښتونه

اپريدو ونيسئ خيبر مومندو مه ګورئ نور
په ننګ راپاڅېږه ته هم د ننګرهار پښتونه

غواړم له تانه د ميرويس او احمدشاه کارونه
د لويو خلکو په ځای ناست د کندهار پښتونه

د پکتيا پښتونه تاته ډيرې سترګې اوړي
ته مشهور په ننګ غيرت په هر ديار پښتونه

وزيرو تاسې په هر وخت کښې جهادونه کړي
انګرېزان ستا له لاسه تل وو ناکرار پښتونه

خبرې ډېرې دي اوږدې کيسې به نه کومه
دومره تپوس دی اوس له تا ځنې په کار پښتونه

د خوشال خان خټک پښتو پښتونولي دې څه کړه
د احمدشاه او دمحمود شهنشاهي دې څه کړه

 

همدردي

ژاړي په غمونو کې خواخوږی د هر چا سره
سل پتنګان سوزي د يوې شمې ژړا سره

ډک زړګۍ له اوښکو ګرځي ورېځې په آسمان کې بيا
څه ژړا ملګرې ده د ژوند يوې برېښنا سره

ټول باغ ژړېدلی ځکه اوښکې دي د ګل په مخ
ډېر لکه لاله داغلي زړونه شته صحرا سره

نه ښايي انسان ته چې د بل په غم غمجن نشي
لويه بدبختي ده که څوک نه ژاړي  له چا سره

داسې بې غمي دې خدای په هېڅ کور کې پيدا نکړي
يو کور کې چې وير وي او بل خاندې له ليلا سره

 

غزل

چاچې ايښی دا شين خال ستا په جبين دي
زما زړه هم  د هغه د لاسه شين دی

ستا امېل کښې يې سل زړونه دي پېيلي
چا جوړ کړی ستا د غاړې لونګين دی

جوړه شوې يې د لمر له پلوشو نه
ستا د عشق پر حرارت مې دا يقين دی

سور سالو دې سره لمبه ده نه پوهېږم
که زما د زړه په سرو وينو رنګين دی

د جمال پرښتې ته چې جوړولې
ورلېږلی چا سلام چا آفرين دی

معجزه ته د قدرت او د خلقت يې
په رښتيا چې خدای 
ج احسن الخالقين دی

خدای ج دې ساته په امان له بدو سترګو
دا دوعا د پښتو زمونږ آمين دی