اتکل
اتکل
را سړه مکوه جدل غلیمه
چی ستا به واخلمه بدل غلیمه
تا چی اتم لری زه به خدای لرم
زه په هغه کوم توکل غلیمه
انگریزان څه کره چی دالخوربه وکی
افغان ولسه دی اټل غلیمه
چی ته توپک لری زه یم تشه لاسه
زور به معلوم سی په مورچل غلیمه
په زمونٍږ په خاوری چی چا بده گوری
هغه راغوشتی خپل اجل غلیمه
خپل بادار ته ته پوشتنه کوه
چی را به یاده سی یرغل غلیمه
مُلک د میرویس اواحمد شاه دی زویه
یو زمونږ بس دی ستا په سل غلیمه
وینه په توره بریا لی سی په خیر
( یوسفی حبیب) دا کری دی اټکل غلیمه