Skip to main content
Topic: هرڅه گورم (Read 405 times) previous topic - next topic

هرڅه گورم


هرڅه گورم

هرڅه گورم  ای  غلیمه، ستا په سترگو حیا نه دی       

           که ودان دﺉ که به وړان دﺉ، زما کوردی دتا نه دی

که یو بل سره جگړه کړو، که بیاکښینو راجړگه کړو

         دا زمونږ  تر منځ لانجه  ده ،  چی په تا ارتیا نه دی

  هرڅه گورم  ای غلیمه ، ستا  په سترگو حیا نه دی

          که ودان دﺉ که به وران دﺉ، زما کور دی دتا نه دی

که  انگریزیې  تښتولی ، که  روسانې     ماتولی

          دا غیور افغان  ولس  دی ، ( کا لونی) د امریکا نه دی

 هر څه گورم  ای  غلیمه ، ستا په ستر گو حیا نه دی

          که ودان دی که به وړان دی زما کور دی دتا نه دی

که ماشوم یی ډوډی غواړی که یی کور له منځ لاړی

              دوی خپل وطن ته  ویاری غلامی ته رضا نه دی

 هرڅه   گورم  ای  غلیمه ستا  په سترگو  حیا نه دی

           که ودان دﺉ که به وران دﺉ زما کور دی دتا نه دی

که  پشتون که هزاره  دی ، دوی (حبیب) ته  وراره دی

           خپُل  هیواد  به  یو ځای  ساتی ، په خبرو دچا نه دی